5 تۀ به ټول عُمر زمونږ نه خفه يې څۀ؟ تۀ خپل خفګان نسل در نسل ساتې څۀ؟
تا خپلو خلقو ته ډيرې سختې ښودلى دى، مے دې مونږ ته راکړل او ډغرې مو وخوړلې.
اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟ ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟
ولې خُدائ پاک مهربانى هېره کړې ده څۀ؟ ولې په غصه کښې هغۀ خپل رحم واپس کړے دے څۀ؟“
ترڅو پورې به مالِکه خُدايه؟ تۀ مونږ ته ولې په قهر يې؟ د تل دپاره څۀ؟ ترڅو پورې به ستا غېرت د اور په شان بليږى؟
اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه ستا غضب به په خپل قوم تر کومې پورې وى، او تۀ به ترڅو پورې د خپلو خلقو دُعاګانې نۀ اورې؟
اے مالِکه خُدايه، تر کومې پورې به داسې وى؟ آيا تۀ به تر ابده خپل ځان پټوې؟ تر کومې پورې به خپل قهر او غضب لکه د اور بلوې؟
ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.
خو زۀ به د مالِک خُدائ په امداد نظر ساتم، زۀ د خپل خلاصونکى خُدائ پاک انتظار کوم، زما خُدائ پاک به زما واورى.
هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېريهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى.
نو مالِک خُدائ خپلو خلقو ته په قهر شو او د هغوئ په مُلک يې هغه ټول لعنتونه راوستل چې په دې کِتاب کښې ليکلے شوى دى.