13 صداقت د هغۀ په وړاندې روان وى، او د هغۀ د قدمونو دپاره لار تياروى.
ما د خپلو حُکمونو په لارو باندې روان کړه، او چې زۀ په کښې خپله خوشحالى پېدا کړم.
صداقت او عدالت ستا د تخت بنياد دے. مينه او وفادارى ستا د وړاندې دى.
نو بيا به تاسو لکه د سحر د نمر په شان ځلېږئ، او ستاسو زخمونه به زر زر جوړ شى. او ستاسو صداقت به ستاسو نه مخکښې روان وى، او د مالِک خُدائ جلال به د وروستو نه ستاسو حِفاظت کوى.
زۀ به د هغوئ اِمامان په غوړو زېړو خوراکونو ماړۀ کړم، او زما خلق به زما په نعمتونو باندې ماړۀ پټ شى. مالِک خُدائ دا فرمائى.“
زۀ به ستاسو د ونو مېوې او د پټو فصلونه زيات کړم، ترڅو تاسو د نورو قومونو په مينځ کښې د قحط په وجه شرمنده نۀ شئ.
نو زۀ به په صحيح وخت باران وروم، هغه زمکه به فصلونه پېدا کړى او ونې به مېوې ونيسى.
زۀ تاسو له يو نوے حُکم درکوم چې د يو بل سره مينه کوئ. لکه چې ما تاسو سره مينه کړې ده نو دغه شان تاسو هم د يو بل سره مينه کوئ.
خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.
زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
نو بيا چې مسيح په جسمانى توګه مصيبت وزغملو نو تاسو هم د مسيح غوندې طبيعت خپل کړئ، ځکه چا چې درد او مصيبت وزغملو هغه د ګناه د قبضې نه آزاد شو،
هر څوک چې وائى چې، ”زۀ په هغۀ کښې اوسېږم،“ نو په کار دى چې هغه دې داسې ژوند تېروى لکه څنګه چې مسيح تېر کړے وو.