8 اے مالِکه ربُ الافواج خُدايه، سوال مې واوره، اے د يعقوب پاکه خُدايه، ما ته غوږ شه.
خو صادقان د خپلې لارې نه نۀ اوړى، چې صادقان ورځ په ورځ نور هم تکړه کيږى.
اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه، راپاڅه او ټولو قومونو له سزا ورکړه، دې بدکارو غدارانو باندې هيڅ رحم مۀ کوه.
خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.
ستاسو د قوم ټول سړى به په کال کښې درې ځل د مالِک خُدائ عبادت دپاره هغه يو ځائ ته يعنې د فسحې اختر، د لَو کولو اختر او د جونګړو اختر دپاره راځى. او يو سړے به هم مالِک خُدائ له خالى لاسونه نۀ راځى،