Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 84:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 بختور دى هغوئ څوک چې ستا کور کښې اوسيږى، دوئ به مدام هلته ستا ثناء صِفت کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 84:4
13 Iomraidhean Croise  

زما خولۀ به د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، او ټول مخلوق به د هغۀ د مقدس نوم د تل دپاره ثناه صِفت کوى.


بې‌شکه ستا نېکى او مينه به وى زما د ټول ژوند دپاره، زۀ به د مالِک خُدائ کور کښې اوسېږم د تل دپاره.


د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.


ولې خفه کېږې زما روحه، دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟ په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ، زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم، خُدايه ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.


ولې خفه کېږې زما روحه؟ دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟ په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ، زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم، پاکه خُدايه ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.


زما واوره سحر کښې زۀ تا ته آواز کوم، هر سحر کښې زۀ تا ته درخواست کوم مالِکه خُدايه ستا په طمع اِنتظار کوم.


بختور دى هغوئ څوک چې تا په خپله غوره کړى دى، چې ستا په دربار کښې اوسيږى او خپل ځان ته دې نزدې کړى دى. مونږ به ستا د مقدس کور په نعمتونو ماړۀ کړې.


زۀ به په خپله ستا صداقت بيان کړم، ټوله ورځ به ستا خلاصون بيانوم، کۀ څۀ هم زۀ په وينا کښې ماهر نۀ يم.


ټوله ورځ زۀ په ژبه ستا ثناء صِفت کوم، ستا شان او شوکت ټوله ورځ بيانوم.


په دې وجه خو دوئ د خُدائ پاک د تخت د وړاندې ولاړ دى او د خُدائ پاک په کور کښې شپه او ورځ د هغۀ په عبادت کښې لګيا دى، او هغه چې په تخت ناست دے، هغه به دوئ له پناه ورکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan