Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 84:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے، د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم. زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 84:2
12 Iomraidhean Croise  

کاش چې ما هغه موندلے شوے، نو زۀ به د هغۀ دربار ته تلے وم.


زما ځان په غوښتو غوښتو ستړے شوے دے هر وخت ستا د قانون غوښتو دپاره.


ستا د خلاصون په انتظار زما ځان کمزورے کيږى خو ما خپل اُميد ستا کلام پورې تړلے دے


زۀ تا ته د دُعا دپاره لاسونه پورته کوم، زما ځان لکه د للمې زمکې ستا تږے دے.


کۀ هر څومره زما زړۀ او بدن کمزورى وى، خو د تل دپاره به خُدائ زما د زړۀ زور او اُميد وى.


اے د يروشلم ښځو، ما سره دا وعده وکړئينه، کۀ چرې تاسو زما جانان وليدلو، هغۀ ته ووائينه چې زۀ د هغۀ د مينې په وجه کمزورې شوې يمه.


ټوله شپه زۀ ستا په لټون کښې يم، په سحر کښې د زړۀ د اخلاصه زۀ ستا طلبګار يم، کله چې تۀ د دُنيا د عدالت دپاره راشې نو خلق به پوهه شى چې اِنصاف څۀ څيز دے.


اے، چې تۀ آسمان وشلوې او راکوز شې، نو غرونه به تا وګورى او ستا په وړاندې به په ريږدېدو شى.


د بنى اِسرائيلو خېمې ښائسته دى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan