Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 84:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه، بختور دے هغه څوک چې په تا توکل کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 84:12
10 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه هغوئ سره ښۀ کوئ څوک چې ښۀ وى، هغوئ سره د چا چې زړونه صادق وى.


د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ، نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ، هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.


کله چې مالِک خُدائ ته په اوچت آواز ژړا کوم، خپل مقدس غر نه هغه ما ته جواب راکوى.


د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے،


اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.


خو مالِک خُدائ بيا هم په دې انتظار کښې دے چې په تاسو باندې رحم وکړى. هغه په تاسو باندې د رحم کولو دپاره تيار دے ځکه چې هغه وفادار خُدائ پاک دے. بختور دى هغوئ چې د هغۀ د مدد په انتظار کښې وى.


په تاسو کښې څوک د مالِک خُدائ نه يريږى او د هغۀ د خِدمت کوونکى آواز منى؟ څوک چې په تيارۀ کښې روان وى هيڅ رڼا ورسره نۀ وى خو بيا هم دې د هغۀ ايمان په مالِک خُدائ وى او د هغۀ توکل دې په خُدائ پاک باندې وى.


تا ته به نور د ورځې د نمر ضرورت نۀ وى او د شپې به درته د سپوږمۍ ضرورت نۀ وى، ځکه چې مالِک خُدائ به ستاسو نۀ ختمېدونکے رڼا وى او خُدائ پاک به ستاسو جلال وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan