10 ستا په دربار کښې يوه ورځ بهتره ده په تېرېدو د بل ځائ د زرو ورځو نه. زۀ د خُدائ پاک په کور کښې دربان ښۀ يم نه چې د شريرانو په خېمو کښې اوسېږم.
مالِکه خُدايه اے خُدايه پاکه، کوم بادشاه چې تا خوښ کړے دے هغه مۀ رد کوه. هغه مينه ياده کړه چې کومه تا د خپل خِدمت کوونکى داؤد سره کړې ده.“
ستا د خِدمتګار داؤد په خاطر خپل غوره شوى دې مۀ رد کوه.
د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.
تۀ ما په خپل مقدس مقام کښې ليدلے يې، او ستا جلال او زور هم ما ليدلے دے.
په درېمه ورځ يې هغه د خُدائ په کور کښې ناست وموندلو چې د اُستاذانو سره ناست وو او د هغوئ خبرو ته يې غوږ نيولے وو او تپوسونه يې ترې کول.
خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو.
کۀ تاسو هغه سړى ته زيات اهميت ورکړئ چې ښائسته جامې يې اچولې وى او ورته ووايئ چې، ”دلته بره د دې عزت په ځائ کښې کښېنئ،“ خو غريب سړى ته ووايئ چې، ”تۀ هلته ودرېږه،“ او يا، ”بهر د ور سره نزدې کښېنه،“