7 جبل، عمون، عماليقيان، ورسره، صور او فلستيان.
د ساؤل بادشاه په وخت کښې د روبين قبيلې په هاجريانو حمله وکړه، هغوئ يې په جنګ کښې ووژل او د جِلعاد نمرخاتۀ ته په ټوله برخه کښې د هغوئ په خېمو کښې اوسېدل.
صور ته ووايه، چې تۀ د سمندر په غاړه پروت يې او د سمندر د غاړې ډېرو خلقو سره تجارت کوې، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، اے صوره تا د خپل ځان په حقله وئيل چې زما د ښائست جواب نشته.
د جبل د علاقې نه په کار پوهه او هوښيار کسان په کشتۍ کښې وُو چې ستا چاؤدونه بند کړى. د سمندر ټولې کشتۍ او د دې ماڼکيان راغلل چې ستا د مال تجارت وکړى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د صور خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د بنى اِسرائيلو سره د ورورولۍ د لوظ لحاظ ونۀ کړو بلکې ټوله علاقه يې جلاوطن کړه او په ادوم يې خرڅه کړه.
د جبليانو مُلک، نمرخاتۀ طرف ته ټول لبنان، د بعلجاد نه چې د حرمون غر جنوب طرف ته ده د حمات درې پورې.
دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج يې فرمائى، چې زۀ به عماليقيانو له سزا ورکړم ځکه چې بنى اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راتلل نو هغوئ ورته لاره نيولې وه.
ټول بنى اِسرائيليان د سموئيل د خبرو نه خبر شول. نو فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ دپاره راغونډ شول او بنى اِسرائيليان هم د هغوئ سره جنګېدو دپاره راووتل. بنى اِسرائيلو په اِبنعزر کښې او فلستيانو په افيق کښې خپلې خېمې ولګولې.