16 تۀ هغوئ په شرمونو وشرموه، نو مالِکه خُدايه، ترڅو چې خلق ستا د نوم لټون وکړى.
کۀ زۀ بدکاره يم، نو ما غمژن کړه. او کۀ زۀ صادق يم، نو خپل سر نۀ شم اوچتولے، ځکه چې زۀ د شرم سره مخ شوے يم او په غمونو کښې ډوب يم.
يره د سېلاب په شان په هغوئ باندې غالبه شى، او د شپې طوفان يې يوسى.
په ما اِلزام لګونکى دې په شرم پټ شى شرم کښې دې د چُوغې په شان پټ شى.
زۀ به د هغې دشمنانو ته د شرم جامې واغوندم، او د هغۀ په سر تاج به د لوئې مرتبې وى.“
څوک چې په هغۀ توکل کوى نو د خوشحالۍ نه ځليږى، مختورن به نۀ وى او نۀ به شرميږى.
يريږى به، شرميږى به، زما ټول دشمنان، راواپس به کړى هغوئ په ناګهانه بېعزتۍ سره.