14 لکه څنګه چې اور ځنګل سوزوى، او لکه شُغلې چې غرونه لمبه کوى،
هغوئ څو ځلې د هوا په مخکښې د خسڼى په شان شول، او څو ځلې د بوسو په شان طوفان يوړل؟
اګر کۀ هغوئ د سمندر د تېزو چپو په شان شور کوى، خو خُدائ پاک به هغوئ خاموش کړى او هغوئ به وتښتى. هغوئ به داسې تښتى لکه څنګه چې هوا بوس زغلى، يا څنګه چې دوړې په طوفان کښې الوځى.
ډېره موده مخکښې يو ځائ تيار شوے وو چرته به چې يو لوئ اور د اسور بادشاه سوزوى. د لرګو يو اوچت ډېرے به وى. مالِک خُدائ به د نِهر په شان د سوزېدونکو ګوګړو يوه لمبه پو کړى او دې له به اور ورکړى.
د خلقو بدعملى د هغه اور په شان بليږى کوم چې د ازغو بوټى او غنې سوزوى. دا د ځنګل د هغه اور په شان بليږى کوم چې پاس په هوا کښې د لوږى ستنه جوړوى.
د هغۀ دشمنان به د هغه سړو غوندې چې په ازغو کښې راګېر وى او چې په خپلو شرابو نشه وى، هغوئ به لکه د اوچو بوسو په شان وسوزى.
څوک د هغۀ قهر ته ودرېدے شى؟ څوک د هغۀ سخته غصه برداشت کولے شى؟ د هغۀ قهر لکه د اور په شان نازل شوے دے، ګټان د هغۀ په وړاندې ټوکړې ټوکړې شول.
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى.
زما قهر به د اور په شان لمبې ووهى او په زمکه باندې هر څيز به وسوزوى. دا به لاندې دُنيا ته ورسيږى او د غرونو بېخونه به تباه کړى.