13 اے پاکه خُدايه زما، هغوئ لکه د خر بوټى په شان سپک کړه، او لکه د بوسو دوئ د باد په وړاندې والوځوه،
زۀ خو هيڅ هم نۀ يم، نو تۀ ما ولې يروې؟ زۀ خو داسې يم لکه چې په هوا کښې پاڼې خوَزى دوړې الوځى.
هغوئ څو ځلې د هوا په مخکښې د خسڼى په شان شول، او څو ځلې د بوسو په شان طوفان يوړل؟
اے زما خُدايه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟ تۀ ولې رانه لرې شوے يې او د مدد فرياد مې نۀ اورې؟
هغوئ دې په هوا کښې لکه د بوسو په شان والوځى، او د مالِک خُدائ فرښته دې هغوئ وزغلوى.
تۀ يې زما بادشاه او پاک خُدائ زما، چا چې د يعقوب اولاد له لويه کاميابى ورکړه.
د خپل لوئ جلال سره تا خپل دشمنان د پښو لاندې کړل، تا د اور په شان خپل قهر ورولېږلو او هغوئ دې د بوسو په شان وسوزول.
هغوئ د وړو بوټو په شان دى، چې اوس اوس راشنۀ شوى وى او لږې لږې جرړې يې کړې وى. کله چې مالِک خُدائ هوا راولېږى، نو دا اوچې شى او د خسڼى په شان والوځى.
هغه څوک وو چا چې فتح کوونکے د نمرخاتۀ نه راوستلو، او چې چرته هم تلو نو هغۀ له به يې فتح ورکوله؟ هغۀ له به په قومونو او بادشاهانو چا فتح ورکوله؟ د هغۀ تُورې به هغوئ داسې وهل لکه چې خاوره وى. د هغۀ غشو به هغوئ د بوسو په شان خوارۀ وارۀ کړل.
زۀ به تاسو لکه د بوسو په شان چې د صحرا هوا په مخه اخستې وى خوارۀ وارۀ کړم.
ځکه چې تا ووئيل، ”دا دوه مُلکونه، اِسرائيل او يهوداه به زمونږ وى او مونږ به د دوئ جائيدادونه قبضه کړُو،“ اګر کۀ زۀ مالِک خُدائ هم هلته وم،
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ستا دشمن دا پېغور درکولو چې، واه، ستاسو د غرونو پخوانۍ لوړې څوکې زمونږ شوې.
ښاخۍ د هغۀ په لاس کښې ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى او غنم به په خپله خمبه کښې جمع کوى، خو بوس به په هغه اور کښې سوزوى چې هيڅکله نۀ مرى.“