12 دا په کښې چا ووئيل چې، ”راځئ چې د خُدائ پاک د څرن ځايونه قبضه کړُو.“
نو اوس هغوئ مونږ له د دې داسې بدله راکوى، چې راشى او مونږ د هغه مُلک نه وشړى چې تا مونږ له راکړے دے.
دوئ وائى، ”راځئ چې د يو قوم غوندې يې تباه کړُو، چې د بنى اِسرائيلو نوم په دُنيا کښې نور پاتې نۀ شى.“
هغوئ د ميديانيانو دوه مشران، عوريب او زئيب ونيول، عوريب يې د عوريب په ګټ باندې ووژلو او زئيب يې د زئيب د انګورو په لنګرۍ کښې ووژلو. هغوئ په ميديانيانو پسې وُو او د عوريب او زئيب سرونه يې جدعون له راوړل، چې هغه اوس د اُردن نمرخاتۀ طرف ته وو.
بيا زِبح او ضلمنع جدعون ته ووئيل، ”راشه او په خپله مونږ ووژنه. څنګه چې سړے وى هغسې يې طاقت وى.“ نو جدعون هغوئ ووژل او هغه ټول کالى يې ترې نه يوړل چې د هغوئ د اوښانو په غاړو کښې وُو.