4 کمزورى او حاجتمند بچ کړئ، او هغوئ د بدعملو د لاسونو نه خلاص کړئ.“
کله به چې غريبانانو څۀ غوښتل نو ما به يې مدد کولو، او د حاجتمندو يتيمانانو مرسته به مې کوله.
زۀ په دې پوهېږمه چې مالِک خُدائ به غريبانانو له اِنصاف ورکړى، او هغه د حاجتمندو مقدمه په خپل لاس کښې اخلى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، اِنصاف او صداقت قائم کړئ. څوک چې لوټ شوے وى هغه د ظالم د لاس نه آزاد کړئ. په مسافرو، يتيمانو او کونډو ظلم او زياتے مۀ کوئ او بېګناه وينه په دې ځائ کښې مۀ توئيوئ.