Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 81:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هغه وائى چې، ”ما درله د اوږو نه بوج اخوا کړو، ما ستا لاسونه د دروند بوج نه آزاد کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 81:6
9 Iomraidhean Croise  

هغوئ د بادشاه د خِدمت کُلالان وُو او د نتائيم او د جديره په ښارونو کښې اوسېدل.


کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه بهر راووتل، او د يعقوب خاندان چې د پردى مُلک نه راووتل،


چرته چې د بنى اِسرائيلو قبيلې بره ورخېژى، د مالِک خُدائ قبيلې ورخېژى، چې د مالِک خُدائ د نوم ثناء ووائى، د هغه شريعت په مطابق چې بنى اِسرائيلو ته ورکړے شوے دے.


هغوئ خزانې وموندلې کۀ څۀ هم څوک چې شپول کښې اوسېدل، کونترې چې د سپينو زرو وزرونه يې وُو او بڼې يې د سرو زرو وې.


نو بنى اِسرائيلو ته ووايه چې زۀ هغوئ ته وايم چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ به تاسو بچ کړم او زۀ به تاسو د مِصريانو د غلامۍ نه آزاد کړم. زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او مِصريانو له به سخته سزا ورکړم او زۀ به تاسو خلاص کړم.


کله چې هغه وخت راشى، نو زۀ به تاسو د اسوريانو د زور نه خلاص کړم او د هغوئ جغ به ستاسو د غاړو نه لرې کړم.“


تۀ به د هغوئ د غلامۍ جغ مات کړې او د هغوئ د اوږو نه به دروند بوج واخلې. او د ظالمانو زور به ختم کړې داسې لکه څنګه چې تا د ميديان لښکر تباه کړے وو.


زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan