2 سازونه وغږوئ او تمبل ووهئ، د رباب او سريندې سازونه وغږوئ.
او په هغوئ پسې معسياه، سمعياه، اِلىعزر، عُزى، يهوحنان، مُلکياه، عيلام او ايصر روان وُو. د دې حمد ويوونکو مشرى ازرخياه کوله او په اوچت آواز يې سندرې وئيلې.
تۀ زما زور او طاقت يې زۀ به ستا ثناء صِفت کوم، تۀ په خپله زما پناه ګاه يې، پاکه خُدايه او کوې ما سره مينه.
د بينجو په لس تاريزه ساز کښې، او د رباب په سازونو کښې.
بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.
د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.
په خپلو کښې يو بل سره زبورونه، حمدونه او روحانى سندرې وايئ، او په خپلو زړُونو کښې مالِک ته سندرې او سرودونه وايئ.
د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.
کۀ په تاسو کښې څوک په تکليف کښې وى نو دُعا دې وغواړى، کۀ خوشحاله وى نو هغوئ دې ثنا ووائى.