16 خو تاسو ته به د ښو غنمو خوراک درکړم، او تا به د صحرا په شاتو باندې موړ کړم.“
کله چې ما کره پئ ډېر تېر وُو، او ما کره تېل د نِهرونو په شان بهېدل.
هغه ستا سرحدونه په سلامتۍ کښې ساتى، او د ټولو نه په ښو غنمو باندې دې معموروى.
کله چې خبر شى بائيلى خپل همتونه، راځى ما له په ويره رپېدو د مضبوطو قلاګانو.
درمندونه به بيا د غلې نه ډک شى، او چاټۍ به د نوؤ ميو او د زيتُونو د تېلو نه تر خولې خولې پورې ډکې شى.“
کاش چې هغوئ همېشه صِرف هم دغه شان احساس لرلے. کاش چې هغوئ همېشه زما درناوے کولے او زما ټول حُکمونه يې منلے، نو چې د هغوئ او د هغوئ د اولاد به همېشه دپاره هر څۀ سم وے.
نو په اوومه ورځ د نمر پرېوتو نه مخکښې، د ښار سړو هغۀ ته ووئيل، ”د شاتو نه به خوږ څۀ شے وى؟ د ازمرى نه به تکړه څۀ شے وى؟“ سمسون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ تاسو زما په غوا يوې نۀ وے کړے، نو تاسو به د دې سخت سوال جواب نۀ وے راکړے.“