10 زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ. خپلې خولې خلاصې کړئ نو زۀ به تاسو له خوراک درکړم.
هغه تږو له تنده ماتوى او اوږى په ښۀ خوراکونو مړوى.
”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.
زما نه غېر د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ.
دا هغه لوظ دے چې کله ما ستاسو پلار نيکۀ سره په هغه وخت کښې کړے دے کله چې ما هغوئ د مِصر نه بهر راوويستل د هغه ځائ نه چې لکه د اور د بټۍ په شان وو. کۀ چرې تاسو زما د حکمونو پيروى وکړئ کوم چې ما تاسو له درکړى دى، نو بيا به تاسو زما قوم يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.
خو بنى اِسرائيلو هغه څۀ رد کړى دى څۀ چې ښۀ دى، نو دشمن به هغۀ پسې وى.
کۀ چرې تاسو په ما کښې اوسئ او زما خبرې په تاسو کښې اوسى نو څۀ چې تاسو غواړئ هغه به تاسو له درکړے شى.
په هغه ورځ به تاسو زما نه هيڅ خواست نۀ کوئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى.
د اختر په آخرى او د ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودرېدلو او په اوچت آواز يې وفرمائيل، ”کۀ څوک تږے وى هغه دې ما له راشى، هغه دې وڅښى.
نو يشوَع فرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ نه يرېږئ او په اخلاص او ايماندارۍ سره د هغۀ خِدمت وکړئ. او د هغه معبودانو نه ځان خلاص کړئ چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه او مِصر کښې د هغوئ عبادت کولو او صِرف د مالِک خُدائ خِدمت کوئ.
نو يشوَع ورته وفرمائيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى نو د هغې نه ځان خلاص کړئ، نو داسې به تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره وفادار اوسئ.“
بيا يې ما ته وفرمائيل چې، ”وشوه. الفه او اوميګه، اول او آخر زۀ يم. هر څوک چې تږے وى زۀ به هغوئ ته د ژوندون د اوبو د چينو نه وړيا اوبۀ ورکړم.
روحُ القُدس او ناوې وائى چې، ”راشه.“ او هر اورېدونکے دې هم وائى چې، ”راشه.“ او څوک چې تږے وى، هغه دې راشى، او څوک چې يې غواړى، د ژوندون د اوبو نه دې وړيا واخلى.