12 تا ولې دېوالونه ورله راوغورزول، د دې دپاره چې څوک په لاره تېريږى انګور ترې راشوکوى؟
د صور بادشاه حيرام د داؤد همېشه ملګرے وو او چې کله هغه خبر شو چې سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه جوړ شوے دے نو هغۀ له يې سفيران ورولېږل.
نو زۀ به اوس تاسو ته ووايم، چې زۀ به د دې خپل باغ سره څۀ کوم. د دې نه ګېرچاپېره چې کوم باړ دے هغه به ترې نه اخوا کړم، د دې د حِفاظت دېوالونه به راوغورزوم او ځناور به ورپرېږدم چې وې خورى او د پښو لاندې يې کړى.
اګر کۀ تباه کوونکو هغوئ تباه کړى دى او د هغوئ د انګورو باغونه يې وران ويجاړ کړى دى خو مالِک خُدائ به د يهوداه شان او شوکت بيا قائم کړى لکه د اِسرائيل د شان او شوکت په شان.
هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى.“ هر کله چې هغوئ دا واورېدل نو وې وئيل، ”خُدائ مۀ کړه.“