11 څانګې يې د سمندر پورې خورې شوې، او د فرات د سيند پورې يې ځېلۍ خورې شوې.
نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،
د سليمان په بادشاهۍ کښې د فرات سيند نه واخله تر فلستيانو مُلک او د مِصر د حد پولې پورې ټول قومونه شامل وُو. هغوئ به هغۀ له محصُول ورکولو او چې ترڅو ژوندے وُو نو د هغۀ خِدمت يې کولو.
سليمان د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د تِفسَح نه واخله د غزه ښار پورې په ټول مُلک بادشاهى کوله. او هغه د خپلو ټولو ګاونډى مُلکونو سره په امن کښې وو.
بيا، داؤد د ضوباه بادشاه هددعزر له شکست ورکړو او د حمات پورې لاړو، ځکه چې کله هددعزر مخ په وړاندې تلو نو د فرات سيند پورې علاقه يې قبضه کړه.
هغه به د سمندر نه تر سمندر پورې، او د فرات د سيند نه د زمکې تر آخره به حکومت کوى.
زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ.