7 کۀ ګډې کۀ رَمې د بيابان، او کۀ دى ټول ځنګلى ځناوران.
بيا خُدائ پاک وفرمائيل، ”اوس به مونږ انسان د خپل صورت په شان جوړ کړُو چې زمونږ په شان شى. هغوئ به په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو، څاروو او ځنګلى، وړو او غټو ځناورو باندې اختيار لرى.“
برکت يې ورکړو او وې فرمائيل، ”ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى او زمکه به د هغوئ په لاس کښې وى. زۀ تاسو له په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو باندې اختيار درکوم.
نو آدم په ټولو مارغانو او ځناورو نومونه کېښودل، خو د آدم دپاره يوه ښۀ ملګرې نۀ وه پېدا شوې چې د هغۀ مدد وکړى.