5 تا د فرښتو نه لږ کم کړے دے تا هم د جلال او عزت تاج ورپه سر کړے دے.
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو.
بيا هغۀ يوآب راوغوښتو چې ورته ووائى چې د هغۀ دپاره بادشاه له لاړ شى، خو يوآب به نۀ راتلو. ابىسلوم هغه بيا راوغوښتو او يوآب بيا د راتلو نه اِنکار وکړو.
بنى آدم څۀ څيز دے، چې تۀ يې دومره خاص ګڼې، چې تۀ هغوئ ته دومره توجو ورکوې،
فرښتو د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړئ، تاسو چې زورَورې يئ او د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ، او د هغۀ د کلام تابعدارى کوئ.
څوک چې ستا ژوند د مرګ نه په بيعه اخلى، او خپل د مينې او رحم تاج ستا په سر ږدى،
اے مالِکه خُدايه، انسان څۀ دے چې تۀ يې خيال ساتې، د انسان زوئ څۀ دے چې تۀ يې فکر کوې؟
اے پاکه خُدايه، ستا تخت، به تر ابده پاتې وى، د اِنصاف امسا به ستا د بادشاهۍ امسا وى.
هلته يې مسيح د هر قسم حکومت او اختيار او قدرت او رياست او د هر يو نوم نه زيات اوچت کړو کوم چې به نۀ تش په دې دُنيا کښې بلکې په راتلونکې دُنيا کښې هم اوچت وى.
ځکه چې په حقيقت کښې هغه د فرښتو دپاره نه، بلکې د اِبراهيم د نسل مدد دپاره راغلو.
تا هغه د فرښتو نه لږ کم کړے دے او ورته دې د جلال او عزت تاج ورپه سر کړے دے.
خو مونږ عيسىٰ ګورو، څوک چې د لږ وخت دپاره د فرښتو نه کم کړے شو، خو اوس د مرګ د تکليف تېرولو په وسيله هغۀ ته د جلال او عزت تاج په سر شو، او داسې د خُدائ پاک په فضل هغۀ د ټولو دپاره مرګ وزغملو.