3 زۀ کله چې ستا د ګوتو کار ته ګورم، ستا په آسمانونو باندې غور کوم، په خپل ځائ چې مقرر دى ستورو سپوږمۍ ته ګورم،
په شروع کښې چې کله خُدائ پاک ټول کائنات پېدا کړو،
پاس په آسمانونو کښې خُدائ پاک نشته څۀ؟ پاس ستورى وګوره چې څومره اوچت دى.
د هغۀ آسمانى لښکر څوک شمارلے شى؟ د هغۀ رڼا په چا باندې نۀ ځليږى؟
ګوره، د هغۀ په وړاندې ځلېدونکى سپوږمۍ او ستورى هيڅ هم نۀ دى.
څۀ چې هغه کوى په هغې تل د هغۀ تعريف کيږى. تۀ هم د هغۀ ثناء صِفت کوه.
تا سپوږمۍ د موسم د مقررولو دپاره جوړه کړه، نمر په دې پوهيږى چې کله ښکته شى.
د مالِک خُدائ کارونه ډېر لوئ دى، څوک چې په دې فکر کوى نو په هغې کښې خوشحاله دى.
اے نمر او سپوږمۍ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، ټولو ځلېدونکو ستورو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى، خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.
د مالِک خُدائ په کلام سره جوړ شوى آسمانونه دى، د هغۀ د خولې په کلام نمر، سپوږمۍ او ټول ستورى جوړ شوى دى.
آسمانونه ستا دى او زمکه ستا ده. دُنيا او په دې کښې هر يو څيز تا پېدا کړے دے.
چې کله خُدائ پاک د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو هغۀ له يې هغه د کاڼى دوه تختې ورکړې چې په کومو باندې خُدائ پاک په خپله حُکمونه ليکلى وُو.
بيا جادوګرانو فِرعون ته ووئيل، ”دا د خُدائ پاک کار دے.“ خو د فِرعون زړۀ سخت وو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.
خو کۀ چرې زۀ د خُدائ پاک په قدرت پيريان شړم نو بيا پوهه شئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.
د کله نه چې خُدائ پاک دا دُنيا پېدا کړې ده د هغۀ پټ صِفتونه لکه د هغه دائمى او الاهى قوت په هغه ټولو څيزونو کښې ښکارى کوم چې هغۀ پېدا کړى دى. نو ځکه د چا سره هم د خُدائ پاک د نۀ پېژندلو په حقله هيڅ عُذر نشته.
په داسې آزمېښت کښې مۀ پرېوځئ چې څۀ په آسمان کښې ګورئ چې د هغې عبادت يا خِدمت وکړئ، لکه نمر، سپوږمۍ او ستورى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نورو ټولو خلقو ته دا ورکړى دى چې عبادت يې کوى.