6 خپل غضب دې په هغه قومونو نازل کړه چې تا نۀ پېژنى، هغه بادشاهتونو ته په قهر شه کوم چې دې نوم نۀ اخلى،
ولې دوئ نۀ زده کوى څوک چې دى بدکاران، دوئ خورى لکه روټۍ زما خلق انسانان مالِک ته به د دُعا فکر ونۀ کړى دا بدکاران؟
مالِک خُدائ هغه ټولو ته نزدې دے څوک چې ورته آواز کوى، هغوئ ټولو ته نزدې دے څوک چې په رښتيا ورته آواز کوى.
ولې څوک چې بدکارونه کوى دوئ نۀ پوهيږى. خو دوئ زما بنيادمان لکه د روټۍ لواړ تېروى، او هيڅکله هم دوئ د خُدائ پاک نه دُعا نۀ غواړى.
تۀ دې خپل قهر په هغوئ نازل کړه، او ستا هيبتناکه غصه دې هغوئ راګېر کړى.
نو په دې وجه هغۀ هغوئ ته د خپلې غصې زور وښودلو او د جنګ سختى يې ورباندې راوسته. د هغۀ غصه په ټول اِسرائيل کښې د اور په شان بلېده، خو هغوئ ته هيڅ پته نۀ لګېده چې څۀ کيږى، دا د هغوئ خلاف بلېده خو هغوئ ترېنه هيڅ سبق وانۀ خستو.
څوک چې تا نۀ پېژنى خپل قهر و غضب دې په هغه خلقو نازل کړه، او په هغه چا څوک چې ستا نوم په خولۀ نۀ اخلى، ځکه چې ستا قوم بنى اِسرائيل يې وژلى دى، او هغوئ دوئ لواړ تېر کړى او تباه کړى يې دى، او مُلک يې ورله وران ويجاړ کړے دے.
ګورئ چې ما د تباهۍ کار په يروشلم کښې شروع کړلو کوم ښار چې زما په نوم ياديږى. نو ولې تاسو به د سزا نه خلاص شئ څۀ؟ تاسو به بېسزا پاتې نۀ شئ، ځکه چې زۀ په ټوله زمکه کښې او د هغوئ په ټولو اوسېدونکو باندې جنګ راولم، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په دې وجه ما ته انتظار وکړئ، په کومه ورځ چې زۀ به ښکار ونيسم. ما فېصله کړې ده چې قومونه راغونډ کړم، بادشاهۍ رايوځائ کړم، او خپل قهر او سخته غصه پرې نازله کړم. زما د غېرتى قهر په اور به ټوله دُنيا وسوزى.
هغوئ به دا کارونه ځکه کوى چې هغوئ نۀ پلار پېژنى او نۀ ما.
اے صادقه پلاره، دُنيا تا نۀ پېژنى خو زۀ تا پېژنم او دوئ ته پته ده چې تا زۀ رالېږلے يم.
ځکه هر کله چې زۀ په ښار کښې وګرځېدم او ما ستاسو د عبادت د څيزونو ننداره په غور سره وکړه نو ما د نورو څيزونو سره يوه قربانګاه وليدله چې دا پرې ليکلے شوى وُو چې، د نامعلومه خُدائ پاک دپاره. تاسو چې د کوم څيز د نامعلوم په طور عبادت کوئ، هم دغه څيز زۀ درته بيانوم.
او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.
د خُدائ پاک د هغه جماعت په نوم چې په کورنتوس کښې دے، يعنې د هغوئ په نوم چې په عيسىٰ مسيح کښې پاک کړے شوى او بللے شوى مقدسين دى، او د هغوئ ټولو په نوم هم چې په هر ځائ کښې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح او د خپل مالِک دواړو په نوم عبادت کوى،
او په شُغله ناک اور سره به هغه هغوئ له سزا ورکړى څوک چې خُدائ پاک نۀ پېژنى او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح زيرے نۀ منى.