نو زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيليان د هغه مُلک نه لرې کړم کوم چې ما ورکړے دے. او زۀ به دا کور هم پرېږدم چې ما د خپل عبادت دپاره مقدس کړے دے. ټول قومونه به د بنى اِسرائيلو په مُلک پورې خندا کوى او سپک به ورته ګورى.
زۀ به هغوئ په زمکه د هر يو مُلک دپاره د دهشت مثال او د افت زده ګانو نمونه وګرځوم. زۀ چې هغوئ چرته هم خوارۀ کړم نو هغوئ به د عبرت يو مثال جوړ شى او خلق به د هغوئ نوم د بېعزتۍ دپاره استعمالوى او د هغوئ بېعزتى به کوى او لعنت به پرې وائى.
زۀ يروشلم او د يهوداه ټولو ښارونو او د هغوئ بادشاهانو او مشرانو له لاړم او هغوئ ټولو د غضب د پيالۍ نه وڅښل. د هغه وخت نه تر اوسه پورې، دا مُلک تباه شو، او د هغوئ دپاره د يرې او دهشت، ټوقو مسخرو شو او خلقو د هغوئ په نومونو لعنت وئيلو.
زۀ به نور تا دې ته پرې نۀ ږدم چې د نورو قومونو پيغورونه واورې، او نۀ به نور د قومونو د مسخرو نۀ په تکليف شې او نۀ به تۀ نور د خپلو خلقو دپاره د تيندک سبب يې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“
نو په دې وجه پېشګوئې وکړه او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ هغوئ وران ويجاړ کړې، د هرې خوا نه يې وډبولې او تۀ د نورو مُلکونو او قومونو ملکيت او د خندا او غېبت سبب وګرځېدې،