Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 79:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 هغوئ ستا د خادِمانو لاشونه د هوا مارغانو ته وغورزول، او ستا د مقدسينو غوښې يې ځنګلى ځناورو ته واچولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 79:2
7 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به څلور قسمه تباه کوونکى ورولېږم. تُوره د هغوئ د وژلو دپاره، سپى چې د هغوئ لاشونه راکاږى، ټپوسان چې هغوئ تېر کړى او ځنګلى ځناور چې هغوئ ختم کړى.


چې هغوئ به د سختو بيمارو نه مړۀ شى. او په هغوئ به هيڅ څوک ژړا ونۀ کړى او نۀ به يې ښخ کړى، او د هغوئ لاشونه به په زمکه لکه د سوټو په شان خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. او هغوئ به په جنګ او قحط مړۀ شى، او د هغوئ لاشونه به د ټپوسانو، او د ځنګلى ځناورو خوراک شى.


په دې ځائ کښې به زۀ د يهوداه او د يروشلم د خلقو ټولې منصوبې تباه کړم. زۀ به هغوئ د هغه دشمن په لاس ووژنم، څوک چې د دوئ وينو ته تږى ناست دى، او زۀ به د دوئ لاشونه د هوا د مارغانو او د ځنګلى ځناورو خوراک کړم.


نو زۀ به مو خپلو دشمنانو ته حواله کړم څوک چې ستاسو مرګ پسې ګرځى. ستاسو د مړو لاشونه به د هوا د مارغانو او د ګيدړانو خوراک کړم.


نو د هغوئ لاشونه به د هوا مارغانو او د ځنګلى ځناورو خوراک شى او داسې څوک به ژوندى نۀ وى چې دا ترې نه وشړى.


زۀ به په خلقو داسې مصيبتونه راولم چې هغوئ به د ړندو په شان ګرځى. ځکه چې هغوئ زما خلاف ګناه کړې ده. د هغوئ وينه به د خاورو په شان تويه شى او د هغوئ لاشونه به سخا شى.


ستاسو لاشونه به د ټولو مارغانو او ځنګلى ځناورو خوراک شى او هلته به هيڅ څوک داسې نۀ وى چې تاسو نه يې وشړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan