9 د اِفرائيم خلق سره د دې چې په غشو او ليندو سمبال وُو، خو بيا هم ټول د جنګ په ورځ د مېدان نه وتښتېدل.
دا ټول تکړه لينده چلوونکى وُو، هغوئ په ښى او ګس لاس دواړو باندې غشى او د ليندې کاڼى ويشتلے شول. هغوئ د بنيامين د قبيلې نه د ساؤل خپلوان وُو.
هغوئ د خپل پلار نيکۀ غوندې بېوفا او بېايمانه وُو، لکه د خرابې ليندې په شان نا باوره وُو.
پطروس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ تا سره جيل او مرګ ته هم تيار يم.“
نو د جنګ د مېدان بنى اِسرائيليان به راوګرځېدل. تر هغه وخت پورې بنيامينيانو هغه دېرش بنى اِسرائيليان وژلى وُو. او هغوئ د خپل ځان سره ووئيل، ”بېشکه چې مونږ د مخکښېنى جنګ په شان هغوئ له شکست ورکړو.“
د عبيد زوئ جعل ووئيل، ”دا په شِکم کښې مونږ څۀ قِسم سړى يُو؟ مونږ د ابىمَلِک خِدمت ولې کوُو؟ هغۀ دے څوک؟ هغه د جدعون زوئ دے. او زبول ته د هغۀ نه حُکم ملاويږى، خو مونږ ولې د هغۀ خِدمت وکړُو؟ د خپل پلار نيکۀ همور وفادار اوسئ، چا چې ستاسو د قبيلې بنياد اېښے وو.
فلستيانو د جِلبوعه په غرۀ د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ وکړو. د بنى اِسرائيلو فوجيان د فلستيانو نه وتښتېدل او د بنى اِسرائيلو ډېر کسان مړۀ شول.
فلستيان سخت وجنګېدل او بنى اِسرائيلو له يې شکست ورکړو، چې هغوئ په منډه خپلو کورونو ته لاړل. دا يو لوئ قتلِ عام وو. او دېرش زره بنى اِسرائيلى فوجيان ووژلے شول.