8 دوئ به د خپل پلار نيکۀ په شان نۀ وى، او هغوئ به سرکشه او باغيان نۀ وى، د چا زړونه چې خُدائ پاک ته وفادار نۀ وُو، او د هغوئ احساس هم خُدائ پاک ته وفادار نۀ وو.
خو هغوئ به د هغۀ په وېنا باندې عمل نۀ کولو، هغوئ د خپل پلار نيکۀ په شان ضديان وُو، چا چې په مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک باندې يقين نۀ کولو.
نو هغۀ بدکارى کوله، ځکه چې هغۀ د مالِک خُدائ د مرضۍ د معلومولو کوشش نۀ کولو.
خو بيا هم، په تا کښې څۀ خوبۍ هم شته دے. تا د اشيرې بُت ټولې نښې ورانې کړې چې خلقو د هغې عبادت کولو او تا د خُدائ پاک د طلب کلکه اراده کړې وه.“
خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوې، او خلق په پوره توګه د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک ته نۀ وُو راګرځېدلى.
”اے مالِکه خُدايه، زمونږ د پلار نيکۀ خُدايه پاکه. د خپل رحم په وجه هغه کسان معاف کړه چې هغوئ د زړۀ د اخلاصه ستا عبادت کوى، اګر چې هغوئ پاک هم نۀ دى.“
د خپل پلار نيکۀ او د خپلوانو په شان مۀ جوړېږئ څوک چې د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک وفادار نۀ وُو. لکه څنګه چې تاسو ته پته ده چې هغوئ له يې سخته سزا ورکړه.
کله چې ستا خپل زړۀ تيار شې، او لاسونه هغۀ ته اوچت کړې
کله چې زمونږ پلار نيکۀ په مِصر کښې وُو، نو ستا معجزو ته يې خيال ونۀ کړو، او ستا ډېر رحمونه ورته ياد نۀ وُو، او د بحرِقُلزم سره هغوئ بغاوت وکړو.
تۀ بېکسه ته خاندان او قېدى ته خوشحالى او آزادى ورکوى. خو سرکشه خلق په اوچو او سوکړو کښې ژوند کوى.
او د دوئ زړونه هغۀ ته وفادار نۀ وُو، او دوئ د هغۀ د لوظ سره وفادار نۀ وُو.
څو وارې هغوئ په بيابان کښې د هغۀ خلاف بغاوت وکړو، او هغه يې په بيابان کښې خفه کړو.
خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې آزمېښت وکړلو، او د خُدائ تعالىٰ خلاف يې سرکشى وکړه او دوئ د هغۀ د حُکمونو خيال ونۀ ساتلو.
ما ته پته ده چې هغوئ څومره ضدى خلق دى.
تاسو هغه زرخېزې زمکې له ورروان شئ. خو زۀ به په خپله تاسو سره نۀ ځم، ځکه چې تاسو ضدى خلق يئ او کېدے شى چې زۀ تاسو په لاره کښې تباه کړم.“
ځکه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو چې هغوئ ته ووايه چې، ”تاسو ضدى خلق يئ. کۀ زۀ د لږ وخت دپاره هم ستاسو سره تلے وے، نو ما به تاسو تباه کړى وئ. اوس خپل کالى لرې کړئ، نو زۀ به فېصله وکړم چې ستاسو سره څۀ چل وکړم.“
هغۀ وفرمائيل، ”اے مالِکه خُدايه، کۀ تۀ په رښتيا زما نه رضا يې زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ مونږ سره لاړ شه. زمونږ دا خلق ضديان دى،خو زمونږ بدى او ګناه معاف کړه او مونږ د خپلو خلقو په توګه قبول کړه.“
ځکه چې دا قوم سرکش دے او دا همېشه دروغ وائى او د مالِک خُدائ تعليمات منلو ته تيار نۀ دى.
ما د هغوئ بچو ته په صحرا کښې وفرمائيل چې، د خپل پلار نيکۀ د رِواج پيروى مۀ کوئ او مۀ د هغوئ په قانون عمل کوئ او مۀ د هغوئ په بُتانو خپل ځان پليتوئ.
خو هغوئ زما خلاف سرکشى وکړه او ما ته يې غوږ ونۀ نيولو، او يو هم د خپلو بُتانو نه لاس وانۀ خستو په کومو چې د هغوئ توجو وه، او نۀ هغوئ د مِصر بُتان پرېښودل. بيا ما ووئيل، زۀ به خپل غضب په هغوئ نازل کړم او زۀ به خپله غصه د هغوئ خلاف په مِصر کښې سړه کړم.
کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ.
تاسو باغيان يئ. ستاسو زړونه کافر شوى دى او رښتياو ته کاڼۀ يئ. تاسو لکه د خپل پلار نيکونو همېشه د روحُ القُدس مخالفت کوئ.
ما ته پته ده چې هغوئ څومره ضدى او سرکشه دى. هغوئ زما په ژوند کښې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او زما د مرګ نه پس به هغوئ نور بغاوت هم کوى.
خو ستاسو هغه کسان چې د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک وفادار وُو، هغوئ تر نن ورځې پورې ژوندى پاتې دى.
مالِک خُدائ ما ته دا هم وفرمائيل، ما ته پته ده چې دا څومره ضدى خلق دى.
چې د کوم وخت نه ما تاسو پېژندلى يئ، تاسو د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى کړې ده.
هغوئ په جِلعاد کښې د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې خلقو له راغلل او ورته يې ووئيل چې،
چې د کوم وخت نه ما هغوئ د مِصر نه راويستلى دى، نو هغوئ زما نه اوړېدلى دى او د نورو معبودانو عبادت يې کړے دے، او اوس هغوئ تا سره هغه څۀ کوى چې همېشه يې زما سره کړى دى.