نو اوس تاسو سره دا موقع شته. ياد ساتئ چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، زۀ به د خپل خِدمت کوونکى داؤد نه کار واخلم چې زما خلق بنى اِسرائيليان د فلستيانو نه او د هغوئ د ټولو دشمنانو نه بچ کړى.“
د کوم وخت نه چې ما خپل خلق د مِصر نه راويستلى دى، نو ما د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک کښې يو ښار هم نۀ دے خوښ کړے چرته به چې هغه کور جوړيږى چې هلته به زما عبادت کيږى. خو داؤده، زۀ تا خوښوم چې زما په خلقو بادشاهى کوې.“