61 او هغۀ خپل د لوظ صندوق نورو ته حواله کړو، او خپل شان و شوکت يې دشمنانو ته حواله کړو.
مالِکه خُدايه اے خُدايه پاکه، د خپل لوظ صندوق سره دې خاص ځائ ته دننه لاړ شه چې دا صندوق ستا د طاقت نښه ده. اے مالِکه خُدايه پاکه، ستا اِمامانو ته دې خلاصون مِلاو شى او ستا ايماندار خِدمت کوونکى دې ستا د مهربانۍ په وجه خوشحاله وى.
مالِکه خُدايه پاڅه او خپل مقدس عرش ته دې راشه، خپل د لوظ صندوق سره چې ستا د قدرت نښه ده.
اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى ورونو خلاص شئ، چې د جلال بادشاه دننه درشى.
تۀ ما په خپل مقدس مقام کښې ليدلے يې، او ستا جلال او زور هم ما ليدلے دے.
بيا وريځې خېمه پټه کړه او خېمه د مالِک خُدائ د حضور جلال نه ډکه شوه.
د دان خلقو د ځان دپاره جوړ شوے بُت ولګول، او د موسىٰ نمسى او د جيرسوم زوئ يونتن او د هغۀ زامنو تر هغې پورې د اِمامانو په توګه خِدمت کولو چې جلاوطنۍ ته بوتلے شول.
هغه پېغام وړُونکى ورته په جواب کښې ووئيل، ”بنى اِسرائيليان د فلستيانو نه وتښتېدل، دا زمونږ دپاره ډېر خراب شکست وو، د دې نه علاوه، ستا زامن، حُفنى او فينحاس هم ووژلے شول او د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو.“
هغې په ماشوم باندې يکبود نوم کېښودو او وې وئيل چې، ”د خُدائ پاک جلال د بنى اِسرائيلو نه تلے دے.“ دا ځکه چې د لوظ صندوق قبضه شوے وو او د هغې سخر او خاوند مړۀ شوى وُو.
نو چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د فلستيانو په مُلک کښې اووۀ مياشتې وشوې،