60 او هغۀ د سيلا پاکه خېمه پرېښوده، کومه خېمه چې هغۀ د بنيادمو مينځ کښې لګولې وه.
کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله.
القنه به هر کال د راما نه تلو چې په سيلا کښې د ربُ الافواج عبادت وکړى او قربانى ورته پېش کړى، چرته چې د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د مالِک خُدائ اِمامان وُو.