59 کله چې خُدائ پاک د دوئ نه خبر شو نو هغه ډېر په قهر شو، او هغۀ اِسرائيل په مکمل طور رد کړل.
نو په دې وجه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته غصه شو او د خپلو خلقو نه بېزاره شو.
مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے، هم اوس مالِک خُدائ د خپل آسمانى تخت نه بادشاهى کوى. هر يو انسان هغه په خپله د نزدې نه ګورى، او په زمکه هر يو کس آزمائى.
مالِک خپله قربانګاه سپکه کړه، او خپل مقدس مقام يې پرېښودلو. هغۀ د دشمن لاسونو ته د خپل محلونو دېوالونه حواله کړل. دشمن د مالِک خُدائ په کور کښې چغې کړې لکه څنګه چې د اختر په ورځ خلق کوى.
د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې هلته اوسيږى، هغه غېرقومونه به ترې نه وباسم نو تاسو به هغه مُلک ته ورننوځئ. زۀ د هغوئ د ټولو بدو عملونو په وجه د هغوئ نه کرکه کوم.
خو بيا هم، چې هغوئ لا د خپلو دشمنانو په مُلک کښې وى، نو زۀ به يې نۀ رد کوم، نۀ به ترې نفرت کوم او نۀ به يې بېخى تباه کوم. هسې نه چې د هغوئ سره زما لوظ مات شى، زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.
په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم
کله چې مالِک خُدائ دا وليدل، هغه په قهر وو او د خپلو زامنو او لوڼو نه منکر شو.