Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 78:52 - Pakistani Yousafzai Pashto

52 خو هغۀ خپل خلق لکه د رمو په شان ترې نه بهر راوويستل، او د ګډو په شان يې په بيابان کښې د هغوئ لارښودنه وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 78:52
11 Iomraidhean Croise  

د وريځې د ستنې په ذريعه تا هغوئ د ورځې په وخت بوتلل، او د شپې په وخت دې د اور د ستنې په ذريعه د هغوئ په لار کښې رڼا جوړوله.


ځان پوهه کړئ چې هم مالِک خُدائ خُدائ پاک دے، او هم هغۀ مونږ پېدا کړى يُو او مونږ د هغۀ يُو، مونږ د هغۀ خلق او د هغۀ د څرند د ځائ ګډې يُو.


هغۀ بنى اِسرائيل په سرو او سپينو زرو بار کړى راوويستل، او د هغوئ د قبيلو ټول خلق روغ رمټ پاتې شول.


تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه، د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.


ځکه چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے، او مونږ د هغۀ د سادين خلق يُو، او د هغۀ رمه يُو د چا چې هغه خيال ساتى. کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،


هغه به د يو شپون په شان د خپلو ګډو ساتنه کوى، هغه به ګډُورى په خپل غېږ کښې وړى او زړۀ سره به يې نزدې نيولى وى او ګډې به يې ډېر په خيال سره ځان سره روانې کړې وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan