Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 78:51 - Pakistani Yousafzai Pashto

51 هغۀ د مِصريانو ټول مشران زامن مړۀ کړل، د حام په خېمو کښې يې د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه ختمه کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 78:51
13 Iomraidhean Croise  

دا د حام اولاد دے، کوش، مِصر، ليبيا او کنعان.


روبين، تۀ زما مشر زوئ يې. تۀ زما د طاقت وړومبۍ مېوه يې او زما د ځوانۍ وړومبے بچے، په عزت او طاقت کښې زما د ټولو زامنو نه زيات يې.


نو بيا بنى اِسرائيل مِصر ته راننوتل، د حام په مُلک کښې يعقوب د مسافر په شان اوسېدلو.


نو هغوئ د خلقو په مخکښې د هغۀ عجيبه نښې ښکاره کړې، او عجيبه معجزې او نښې يې د حام په مُلک کښې ښکاره کړې.


نو بيا هغۀ په ټول مُلک کښې د هغوئ مشران زامن هلاک کړل، او د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه يې تباه کړه.


د حام په مُلک کښې يې معجزې وکړې او د بحرِقُلزم سره يې عجيبه کارنامې وکړې.


هغۀ وړومبى پېدا شوى ماشومان ووژل د مِصريانو، وړومبى پېدا شوى د سړو او د ځناورانو.


د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې مِصريانو له وړومبى پېدا شوى هلاک کړل، د هغۀ مينه ابدى ده.


په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم.


چې کله د مِصر فِرعون خپل زړۀ سخت کړو او مونږ يې تلو ته نۀ پرېښودلو، نو مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې هر يو وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان ووژلو. نو دا ځکه مونږ هر يو نر څاروے مالِک خُدائ ته قربانى کوُو او خپل وړومبى پېدا شوى زامن په بدل کښې واپس اخلو.


هم د ايمان په وسيله موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د فسح اختر کولو حکم وکړو او د دروازو په دُرشلونو باندې يې په وينه نوستلو عمل وکړو د دې دپاره چې د مرګ فرښته د دوئ اول پېدا شوى زامن هلاک نۀ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan