Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 78:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هغۀ خپل شريعت يعقوب ته ورکړو، او خپل اصُول يې د بنى اِسرائيلو دپاره جوړ کړل. او هغۀ زمونږ پلار نيکۀ ته حُکم وکړو، چې خپلو ماشومانو ته دې تعليم ورکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 78:5
21 Iomraidhean Croise  

ما هغه د دې دپاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو او اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى او هغه څۀ کوى چې کوم صحيح او حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“


ډېر د پخوا نه ما ستا د قانون نه زده کړى دى چې تۀ هغه همېشه دپاره قائم ساتې


هغۀ خپل کلام يعقوب ته ورښکاره کړو، او خپل شريعت او قانون يې بنى اِسرائيلو ته ښکاره کړو.


قانون د مالِک خُدائ کامِل دے، روح تازه کوى. هدايت د مالِک خُدائ باورى دے، د ساده نه هوښيار جوړوى.


هغۀ د يوسف دپاره يو قانون جوړ کړو، چې کله هغه د مِصر په خلاف راووتو. چرته چې مونږ نا آشنا آواز واورېدلو چې پرې نۀ پوهېدلو.


تاسو به ورته وايئ چې دا د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر قربانى ده، ځکه چې هغه په مِصر کښې د بنى اِسرائيلو د کورونو دپاسه تېر شو. هغۀ مِصريان هلاک کړل، خو مونږ يې بچ کړُو.“ بنى اِسرائيلو خپل سرونه ټيټ کړل او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو.


بيا د لوظ صندوق کښې هغه د کاڼو دوه تختې کېږده کومې چې زۀ درکوم، په کومو باندې چې حُکمونه ليکلى دى.


د کاڼى چې کومې دوه تختې زۀ درکوم هغه د لوظ صندوق کښې کېږده او هغه د کفارې تخت د صندوق دپاسه کېږده.


بيا هغۀ د کاڼو دوه تختې واخستلې او د لوظ صندوق کښې يې کېښودلې. هغۀ د صندوق په کَړو کښې بازوګان واچول او د دې د کفارې تخت يې پرې کېښودو.


په دې کښې د لوظ صندوق کېږده په کوم کښې چې لس حُکمونه دى او د دې په مخکښې پړده ولګوه.


صرف ژوندى ستا ثناء صِفت کولے شى، لکه څنګه چې زۀ نن ستا ثناء صِفت کوم. پلار خپلو بچو ته ستا وفادارى ښائى.


د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.


په هر لحاظ سره ډېره فائدې لرى. د ټولو نه اوله دا چې د خُدائ پاک کلام يهوديانو ته حواله شو.


او اے پلارانو، تاسو خپلو بچو له غصه مۀ ورولئ بلکې د هغوئ تربيت، نصيحت او پالنه د مالِک په طريقه کوئ.


دا په خپلو ماشومانو زده کړئ. چې تاسو په کور کښې يئ او يا په لاره روان يئ، چې تاسو څملئ او يا پاڅئ نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ.


نو ستاسو هغه اولاد چا چې هيڅکله د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک قانون نۀ دے اورېدلے نو هغوئ به يې واورى. نو هغوئ به د هغۀ فرمانبردارى زده کړى چې هغوئ په هغه مُلک کښې تر کومې پورې اوسيږى چې هغه د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ.“


هغۀ دا هم وفرمائيل، ”ما چې نن کومې خبرې تاسو سره کړې دى دا ټولې په زړۀ کښې واچوئ. د يو حُکم په توګه يې خپلو بچو ته وښايئ چې هغوئ د دې نصيحتُونو هره خبره ومنى.


دا د هغې نه وروستو وُو چې هغوئ د مِصر نه راوتلى وُو او هغوئ د اُردن سيند په نمرخاتۀ طرف، بيت‌فعور ښار ته مخامخ په مېدان کښې وُو، چې هغوئ له يې دا قانون ورکړو. دا په هغه علاقه کښې وُو کومه چې د امورى بادشاه سيحون وه، هغۀ د حسبون په ښار کښې بادشاهى کوله. موسىٰ او اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راووتل نو هغۀ له يې شکست ورکړو.


خپلو بچو ته دا بيا بيا وريادوئ. کۀ په کور کښې ناست يئ يا په لاره روان يئ، چې څملئ يا پاڅئ، نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan