49 هغۀ دوئ ته خپله سخته غصه وښودله، او خپل غضب او قهر يې ورته وښودلو، او د هلاکونکو فرښتو دسته يې راولېږله.
کله چې د مالِک خُدائ فرښته د يروشلم په تباه کولو باندې وه، نو مالِک خُدائ د خلقو سزا په حقله خپله فېصله بدله کړه او هغه فرښتې ته يې وفرمائيل کومې چې هغوئ وژل، ”بس دے، دا دومره ورله ډېر دى.“ فرښته د يو يبوسى اروناه د درمند سره وه.
نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده د هغۀ سره چې هر څۀ دى هغه ستا په اختيار کښې دى، خو چې هغه تباه نۀ کړې.“ نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو.
چې کله هغوئ خپلې خېټې ډکې کړى نو خُدائ پاک دې په هغوئ باندې سخت قهر راولى، او دا قهر دې په هغوئ لکه د ږلۍ راوريږى.
هغه به په بدکارانو او شريرانو بَل سکارۀ او تاودۀ ګوګړ ورَوى، په سوزونکو هواګانو سره ورته سزا ورکوى.
په چوکاټونو د وينې نښه به ما ته هغه کورونه په نښه کوى چې تاسو په کښې اوسېږئ. چې کله زۀ مِصريان هلاکوم او زۀ دې وينې ته ګورم، نو د څۀ نقصان رسولو نه بغېر به ستاسو نه تېر شم.
د خپل لوئ جلال سره تا خپل دشمنان د پښو لاندې کړل، تا د اور په شان خپل قهر ورولېږلو او هغوئ دې د بوسو په شان وسوزول.
نو په دې وجه هغۀ هغوئ ته د خپلې غصې زور وښودلو او د جنګ سختى يې ورباندې راوسته. د هغۀ غصه په ټول اِسرائيل کښې د اور په شان بلېده، خو هغوئ ته هيڅ پته نۀ لګېده چې څۀ کيږى، دا د هغوئ خلاف بلېده خو هغوئ ترېنه هيڅ سبق وانۀ خستو.
مالِک خُدائ خپل ټول غضب په دوئ ظاهر کړو او هغۀ خپل سخت قهر رانازل کړو. هغۀ په صيون کښې اور بل کړو. او هغه يې تر بنيادونو وسوزولو.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په دې وجه ما ته انتظار وکړئ، په کومه ورځ چې زۀ به ښکار ونيسم. ما فېصله کړې ده چې قومونه راغونډ کړم، بادشاهۍ رايوځائ کړم، او خپل قهر او سخته غصه پرې نازله کړم. زما د غېرتى قهر په اور به ټوله دُنيا وسوزى.