41 او په بيا بيا يې په خُدائ پاک باندې آزمېښت وکړو، دوئ د اِسرائيلو مقدس ذات خفه کړو.
دا تۀ په چا پورې خندا کوې او د چا بېعزتى کوې؟ تۀ زما يعنې د اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک بېعزتى کوې.
بېشکه مالِک خُدائ زمونږ ډال او ساتونکے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات زمونږ بادشاه دے.
اے ګناهګار قومه، تاسو خپلو ګناهونو رالاندې کړى يئ. بدعمله نسله، بدکرداره بچو، تاسو خپل مالِک خُدائ رد کړے دے. کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک دے او تاسو د هغۀ نه مخ اړولے دے.
چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے.
نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ چې يو مشر خوښ کړُو او مِصر ته واپس لاړ شُو.“
خو زمونږ پلار نيکونو د هغۀ مشرى ونۀ منله. هغوئ هغه رد کړو او د هغوئ زړۀ وو چې مِصر ته واپس لاړ شى.
تاسو په خپل مالِک خُدائ آزمېښت مۀ کوئ، لکه څنګه چې تاسو هغه په مسه کښې وآزمائيلو.