4 مونږ به دا د هغوئ د اولاد نه نۀ پټوُو، مونږ به دا راتلونکى نسل ته ووايو، د مالِک خُدائ د جلالى کارونو او طاقت او معجزو بيان به وکړُو.
څۀ چې هوښيارانو وئيلى دى، نو د هغوئ پلار نيکۀ دا خبرې د هغوئ نه پټى نۀ دې ساتلې،
زۀ به د شکرانې سندرې وايم او ستا ټول عجيبه کارونه به وايم.
د صيون لور په دروازو به ستا صِفت او د خلاصون خوشحالى وکړم نو داسې به زۀ ستا د ثناء صِفت اعلان وکړم.
چې ستاسو اولاد ستاسو نه تپوس کوى چې، د دې اختر څۀ مطلب دے؟
په راتلونکى وخت کښې چې کله ستاسو زامن تپوس کوى چې د دې رسمونو څۀ مطلب دے، نو تاسو به ورته وايئ چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو، چې هلته مونږ غلامان وُو.
چې کله اختر شروع کيږى، خپلو زامنو ته ووايئ چې دا هر څۀ تاسو ځکه کوئ چې کله تاسو د مِصر نه تلئ نو مالِک خُدائ ستاسو دپاره څۀ کړى وُو.
صرف ژوندى ستا ثناء صِفت کولے شى، لکه څنګه چې زۀ نن ستا ثناء صِفت کوم. پلار خپلو بچو ته ستا وفادارى ښائى.
دا خپل اولاد ته ووايئ، او هغوئ دې دا خپل اولاد ته ووائى او داسې دې دا ياد تر نسلونو پورې تازه وى.
دا په خپلو ماشومانو زده کړئ. چې تاسو په کور کښې يئ او يا په لاره روان يئ، چې تاسو څملئ او يا پاڅئ نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ.
پام کوئ. او دا خبره يقينى کړئ چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى او نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ،
خپلو بچو ته دا بيا بيا وريادوئ. کۀ په کور کښې ناست يئ يا په لاره روان يئ، چې څملئ يا پاڅئ، نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ.