39 هغۀ راياد کړل چې بنيادم خو د غوښې نه جوړ دے، د هغې هوا په شان دے چې لګى او بيا نۀ واپس کيږى.
بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به بنى آدم نۀ پرېږدم چې هغوئ دې همېشه دپاره ژوندى وى، دا فانى مخلوق دے. د نن نه پس به دوئ د شپږ شلو کالو نه زيات ژوندى نۀ وى.“
هغه راپه ياد کړه چې تا زۀ د خټو نه جوړ کړم، او اوس به تۀ ما بيا خاورې کوې؟
زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به همېشه ژوندے نۀ يم. په دې لنډ تنګ ژوند کښې ما پرېږده.
ياد ساته چې زما ژوند صرف يوه ساه ده، او زما سترګې به بيا هيڅکله ښۀ ورځ ونۀ ګورى.
چې د انسان نه پېدا کيږى هغه جسم دے خو چې د روحُ القُدس نه پېدا کيږى هغه روح دے.
خو اوس تاسو په دې نۀ يئ خبر چې سبا به څۀ کيږى، ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ د يو دوند په شان دے چې د لږ ساعت دپاره ښکاره شى او بيا فنا شى.