26 هغۀ آسمانونو نه مشرقى هواګانې راوستلې، او هغۀ په خپل قُدرت سره جنوبى هواګانې راوستلې.
د زمکې د آخر سر نه هغه وريځې راپورته کوى، او هغه باران سره برېښنا رالېږى او هغه هوا د خپلو ذخيرو نه رالوځوى.
هغه خپل کلام رالېږى او واوره پرې ويلى کيږى، هغه خپلې هواګانې رالېږى او اوبۀ ترې راروانې شى.
نو موسىٰ خپله امسا اوږده کړه او مالِک خُدائ د نمرخاتۀ طرف نه په هغه مُلک باد راولېږلو چې په هغه ټوله شپه او ټوله ورځ وچلېدو. چې کله سحر شو نو دې باد د قحطۍ مُلخان راوړى وُو.
ناڅاپه مالِک خُدائ يوه هوا راوستله چې هغې د سمندر د طرف نه مړَزان راوړل، چې د زمکې نه يو ګز اوچت الوتل. دا په خېمو باندې او د خېمو نه ګېرچاپېره هر طرف ته لرې لرې پورې کښېناستل.
کله چې لا د هغوئ سره ښۀ ډېره غوښه وه، نو مالِک خُدائ خلقو ته په قهر شو او په خلقو يې يوه لويه وبا راولېږله.