Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 78:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 او هغۀ د خوراک دپاره خلقو ته راولېږل من، هغۀ هغوئ له خوراک ورکړو د آسمان.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 78:24
10 Iomraidhean Croise  

کله چې هغوئ اوږى وُو، نو تا هغوئ له د آسمان نه روټۍ ورکړه، او چې کله هغوئ تږى وُو نو تا د يو کاڼى نه هغوئ له اوبۀ ورکړې. تا هغوئ ته ووئيل چې هغه مُلک قبضه کړئ د کوم چې تا هغوئ له د ورکولو وعده کړې وه.


تا د خپل نېک روح په ذريعه د هغوئ لارښودنه وکړه، تا هغوئ له د خوراک دپاره من ورکولو او د څښلو دپاره دې اوبۀ ورکولې.


هغوئ ورته سوال وکړو او هغۀ دوئ ته مړَزان ورکړل، او هغوئ يې په آسمانى روټۍ ماړۀ کړل.


په شيبو شيبو باران دې راشروع کړو پاکه خُدايه. ترڅو تۀ خُشکه زمکه کړې تازه او آباده،


چې کله پرخه اوچه شوه، نو د بيابان مخ په وړو وړو سپينو څيزونو باندې پټ شولو.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ګوره، اوس به زۀ ستاسو ټولو دپاره د آسمان نه يو خوراک د باران په شان ووروم. دا خلق دې هره ورځ بهر ځى او د ځان دپاره دې هم هغه هومره راټولوى چې بس يې وى. نو داسې به زۀ دوئ معلوم کړم چې زما په کلام عمل کوى او کۀ نه.


او ټولو يو شان روحانى خوراک وخوړلو،


څلوېښت کاله په بيابان کښې مالِک خُدائ ستاسو لارښودنه وکړه او ستاسو جامې او څپلۍ هيڅکله نۀ دى زَړې شوې.


هغۀ په تاسو باندې عاجزى او لوږه راوستله، نو بيا هغۀ تاسو له د خوراک دپاره من درکړل، هغه خوراک چې د دې نه مخکښې هيڅکله ستاسو پلار نيکۀ هم نۀ وو خوړلے. هغۀ دا د دې دپاره وکړل چې تاسو ته وښائى چې بنى آدم دې په دې يقين نۀ ساتى چې هغه تش په روټۍ پائى، خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د مالِک خُدائ د خولې نه راوځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan