20 کله چې هغۀ ګټ ووهلو نو اوبۀ ترې نه روانې شوې، او ډيرې ولې ترې نه روانې شوې، خو هغه مونږ له خوراک هم راکولے شى څۀ؟ هغه خپلو خلقو له غوښه ورکولے شى څۀ؟“
او په بيا بيا يې په خُدائ پاک باندې آزمېښت وکړو، دوئ د اِسرائيلو مقدس ذات خفه کړو.
اوس خلقو ته ووايه، چې د سبا دپاره ځانونه پاک کړئ، تاسو ته به د خوړلو دپاره غوښه مِلاو شى. مالِک خُدائ ستاسو ژړا اورېدلې ده چې تاسو وئيل چې کاش زمونږ سره لږه غوښه وے او چې زمونږ حالت په مِصر کښې ښۀ وو. اوس به مالِک خُدائ تاسو له غوښه درکړى او تاسو به يې خورئ.
د پردى مُلک څۀ مسافرو د بنى اِسرائيلو سره سفر کولو. د هغوئ غوښې ته ډېر زيات زړۀ وشو او هم داسې په خپله بنى اِسرائيلو هم شکايت شروع کړو او وې وئيل، ”کاش چې لږه غوښه خو وے.
بيا موسىٰ امسا پورته کړه او دوه ځله يې هغه ګټ پرې ووهلو او ډېرې زياتې اوبۀ ترې نه راووتلې او ټولو خلقو او ځناورو وڅښلې.