15 په بيابان کښې ورته ګټ وشلولو، او هغوئ ته لکه د سيند غوندې ډيرې اوبۀ ورکړې.
هغۀ ګټ په مينځ نيم کړو او اوبۀ ترې نه روانې شولې، لکه د سيند په شان په صحرا کښې وبهېدلې.
چا چې د ګټ نه د اوبو تالاب جوړ کړو، او سخت ګټ نه يې د اوبو چشمه جوړه کړه.
او ګوره، زۀ به په سينا کښې په يو ګټ باندې ستا په وړاندې ولاړ يم. تۀ هغه ګټ په امسا ووهه او د هغه ګټ نه به د خلقو دپاره د څښلو اوبۀ راوځى.“ نو موسىٰ د بنى اِسرائيلو د مشرانو په مخکښې هم دغه شان وکړل.
زۀ به د خُشکو غرونو په مينځ کښې سيندونه روان کړم او په واديانو کښې به د اوبو چينې روانې کړم. زۀ به صحرا د اوبو په تالابونو بدله کړم او اوچه زمکه به په بهېدونکو چينو بدله کړم.
ځنګلى ځناور، ګيدړان او شترمرغ به زما درناوے کوى، ځکه چې زۀ به په بيابان کښې اوبۀ ورکوم او په صحرا کښې به سيندونه روان کړم د دې دپاره چې خپلو خلقو له اوبۀ ورکړم.
کله چې مالِک خُدائ خپل خلق په خُشکه صحرا کښې روان کړل، هغوئ د تندې په وجه د تکليف سره مخ نۀ شول. د هغوئ دپاره يې د ګټ نه اوبۀ راوويستلې، هغۀ ګټ په مينځ بېل کړو او اوبۀ ترې نه راوبهېدلې.
بيا موسىٰ امسا پورته کړه او دوه ځله يې هغه ګټ پرې ووهلو او ډېرې زياتې اوبۀ ترې نه راووتلې او ټولو خلقو او ځناورو وڅښلې.
او ټولو يو شان روحانى اوبۀ وڅښلې. ځکه چې هغوئ د هغه روحانى ګټ نه اوبۀ وڅښلې کوم چې د هغوئ سره روان وو، او هغه ګټ مسيح وو.
بيا فرښتې ما ته د ژوند د اوبو درياب وښودلو چې د بلور په شان پړقېدو چې د خُدائ پاک او د ګډُورى د تخت نه
روحُ القُدس او ناوې وائى چې، ”راشه.“ او هر اورېدونکے دې هم وائى چې، ”راشه.“ او څوک چې تږے وى، هغه دې راشى، او څوک چې يې غواړى، د ژوندون د اوبو نه دې وړيا واخلى.