14 په ورځ کښې به هغۀ د وريځ په ذريعه رهنمائى کوله، او ټوله شپه به يې د اور په رڼا سره بوتلل.
د وريځې د ستنې په ذريعه تا هغوئ د ورځې په وخت بوتلل، او د شپې په وخت دې د اور د ستنې په ذريعه د هغوئ په لار کښې رڼا جوړوله.
خو هغوئ دې هلته په صحرا کښې پرې نۀ ښودل، ځکه چې ستا رحم ډېر لوئ دے. تا نۀ د وريځې او نۀ د اور ستن لرې کړه چې د شپې او ورځې يې ورته لار ښودله.
د هغوئ د پټولو دپاره يې وريځ راخوره کړله، او اور يې راولېږلو چې شپه يې ورله رڼا کړله.
د سحر د رڼا نه مخکښې مالِک خُدائ د اور او وريځې ستن نه لاندې د مِصريانو لښکر ته وکتل او هغوئ يې د وارخطايۍ په وجه تښتېدو ته جوړ کړل.
تاسو ته پته ده چې مالِک خُدائ ستاسو دې ځائ ته رارسېدو نه مخکښې په بيابان کښې څۀ وکړل.