11 هغوئ دا هېر کړل چې هغۀ څۀ کړى وُو، هغه عجيبه کارنامې کومې چې هغۀ ورته ښودلې وې.
خو هغوئ هغه هر څۀ زر هېر کړل کوم چې خُدائ پاک د دوئ دپاره کړى وُو، او د هغۀ د نصيحت انتظار يې ونۀ کړو.
نو بيا به دوئ په خُدائ توکل وکړى، او د هغۀ کارونه به نۀ هېروى، خو د هغۀ حُکمونه به منى.
ولې يوه پېغله خپل کالى هېروى، او يا يوه ناوې خپل د وادۀ سنګار او جامې هېروى څۀ؟ خو زما خلقو زۀ بېحده هېر کړے يم.
هغوئ خپل خُدائ پاک خپل خلاصونکے هېر کړو، چا چې هغوئ له ژوند ورکړے وو.