9 ولې خُدائ پاک مهربانى هېره کړې ده څۀ؟ ولې په غصه کښې هغۀ خپل رحم واپس کړے دے څۀ؟“
اے مالِکه خُدايه هغه مينه او رحم دې در په ياد کړه خپله، چې کوله دې د ازله تا په خپله.
مالِکه خُدايه، خپله مهربانى به په ما نۀ بندوې، ستا وفادارى او ابدى مينه به همېشه ما بچ کوى.
د خپل رحم په مطابق دې په ما مهربان شه خُدايه، او د خپلې ازلى مينې په وجه دې په ما رحم وکړه، د خپل لوئ رحم په مطابق دې زما ګناهونه ختم کړه.
نو اے بنى اِسرائيلو، تاسو شکايت ولې کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو په تکليفونو باندې خبر نۀ دے يا چې ستاسو سره بېاِنصافى کيږى نو تاسو وايئ چې هغه ستاسو خيال نۀ ساتى؟
اے مالِکه خُدايه، د آسمان نه په مونږ نظر وکړه، چرته چې تۀ د پاکوالى او جلال سره اوسېږې. ستا غېرت او ستا طاقت چرته دے؟ مونږ ستا د رحم او همدردۍ نه محروم پاتې شُو.
خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.
ځکه خُدائ پاک ټول بنى آدم په نافرمانۍ کښې راګېر کړل نو چې هغه په ټولو باندې رحم وکړى.
کۀ د چا سره د دُنيا هر څيز وى او خپل ايماندار ورور يا خور ضرورتمند وګورى او د خپل زړۀ دروازه هغۀ ته بنده کړى نو بيا په هغۀ کښې د خُدائ پاک مينه څنګه اوسيږى؟