7 ”ولې مالِک خُدائ به د تل دپاره ما شړى څۀ؟ ولې هغه به بيا خپله مِهربانى ما ته نۀ ښائى څۀ؟
کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى، ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.
خپلې د صداقت قربانۍ وړاندې کړئ او تل توکل په مالِک خُدائ کړئ.
خو اوس تا مونږه رد او رسوا کړُو، تلل دې زمونږ د لښکرو سره بند کړُو.
اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟ ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟
ترڅو پورې به مالِکه خُدايه؟ تۀ مونږ ته ولې په قهر يې؟ د تل دپاره څۀ؟ ترڅو پورې به ستا غېرت د اور په شان بليږى؟
اے مالِکه خُدايه، تا خپل برکت په خپل مُلک باندې وکړو، او تا دوباره د يعقوب خوش قسمتى بحال کړه.
تۀ به ټول عُمر زمونږ نه خفه يې څۀ؟ تۀ خپل خفګان نسل در نسل ساتې څۀ؟
خو اوس تا خپل غوره شوى رد کړى او شړلى دى، او خپل غوره شوى بادشاه ته ډېر په قهر شوے يې.
اے مالِکه خُدايه، تر کومې پورې به داسې وى؟ آيا تۀ به تر ابده خپل ځان پټوې؟ تر کومې پورې به خپل قهر او غضب لکه د اور بلوې؟