5 ما په تير شوو ورځو سوچ کولو، په تېر شوو کالونو باندې مې سوچ کولو.
ټوله ورځ دشمنان ما ته پېغور راکوى، هغوئ ما دومره سپکوى چې په لعنت وئيلو کښې زما نوم استعمالوى.
کله چې زۀ پخوانى وختونه رايادوم، نو زۀ ستا په کارونو سوچ کوم، کوم کارونه چې ستا لاسونو کړى دى په هغوئ فکر کوم.
اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى، زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى، کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى.
اے مالِکه خُدايه، پاڅه. ويښ شه او زمونږ مدد وکړه. د خپل طاقت نه کار واخله او مونږ بچ کړه، خپل طاقت داسې استعمال کړه لکه څنګه دې چې مخکښې استعمالولو. دا تۀ وې چې سمندرى بلا راحب دې ټوټې ټوټې کړه.
تاريخ ته وګورئ، هغه وخت چې پخوا تېر شوے دے، د خپل پلار نيکۀ نه تپوس وکړئ نو هغه به درته ووائى چې څۀ شوى وُو، د خپلو مشرانو نه تپوس وکړئ، هغوئ به مو د تېرې زمانې نه خبر کړى.