16 اے پاکه خُدايه، کله چې اوبو تۀ وليدلې، نو په اوبو باندې يرې نه لړزان راغلو، او په ژورو اوبو باندې سخته يره راغله.
نو اوس يوسفه، چې ستا کوم دوه زامن زما د راتلو نه مخکښې په مِصر کښې پېدا شوى دى، دوئ هم زما بچى دى، اِفرائيم او منسى زما د خپلو بچو روبين او شمعون په شان دى.
نو موسىٰ د درياب دپاسه خپل لاس اوږد کړو او مالِک خُدائ د نمرخاتۀ په زورَوره هوا درياب وروستو بوتلو. هوا ټوله شپه وچلېدله او درياب يې په اوچه زمکه بدل کړو. اوبۀ په مينځ بېلې شوې،
نو بنى اِسرائيلو ته ووايه چې زۀ هغوئ ته وايم چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ به تاسو بچ کړم او زۀ به تاسو د مِصريانو د غلامۍ نه آزاد کړم. زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او مِصريانو له به سخته سزا ورکړم او زۀ به تاسو خلاص کړم.
تا سمندر د خپلو آسونو د پښو لاندې کړو، زورَورې اوبۀ دې په تاوېدو کړې.