13 اے پاکه خُدايه، ستا لارې او طريقې مقدسې دى، داسې کوم يو خُدائ دے چې زمونږ خُدائ پاک ته رسى؟
هغۀ ته سرود ووايئ او د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ ټول عجيبه کارونه وستايئ.
ما د خپل کلام په تعليماتو باندې پوهه کړه، نو ستا په عجيبه کارونو به بيا غور وکړم.
د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.
تۀ ما په خپل مقدس مقام کښې ليدلے يې، او ستا جلال او زور هم ما ليدلے دے.
سندرغاړى ترې نه وړاندې او ورپسې موسيقاران دى، او په مينځ کښې يې پېغلې جينکۍ دى چې تمبلونه غږوى،
ستا صداقت آسمانونو ته رسيږى پاکه خُدايه، هم دا تا کړې دى لوئ کارونه. ستا په شان بل څوک نشته پاکه خُدايه.
ترڅو چې زۀ د خُدائ پاک مقدس ځائ ته ورننوتم، نو بيا زۀ د بدکارانو د اَنجام نه خبر شوم.
اے مالِکه خُدايه، ستا نه بغېر بل خُدائ نشته، ستا په شان کارونه څوک هم کولے نۀ شى.
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.
د خُدائ پاک مثال د چا سره ورکولے شى؟ تۀ به څنګه ووائې چې د هغۀ صورت څنګه دے؟
د هغه مقدس ذات مثال د چا سره ورکولے شى؟ د هغۀ په شان بل څوک شته؟
مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو به ما د چا سره برابروئ؟ زما په شان بل څوک شته څۀ؟
د هغوئ دشمنانو ته پته ده چې د هغوئ معبودان کمزورى دى، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په شان طاقتور نۀ دى.