11 زۀ به د مالِک خُدائ کارونه راپه ياد کړم. زۀ به ستا پخوانۍ معجزې رايادې کړم،
هغه ماښام په پټو کښې چکر لګولو له ووتلو او څۀ ګورى چې اوښان راروان وُو.
د خُدائ پاک د خِدمت کوونکى يعقوب اولاده، د هغه بنى اِسرائيل اولاده، چې کوم خُدائ پاک خوښ کړے وو، هغه معجزې يادې ساتئ چې خُدائ پاک کړى دى او هغه عدالت چې کوم هغۀ کړے دے.
کوم عجيبه کارونه چې هغۀ کړى دى هغه راپه ياد کړئ، او د هغۀ معجزې او اِنصاف ياد ساتئ.
د هغۀ معجزې به خلق تل يادې ساتى، زمونږ مالِک خُدائ بخښونکے او مهربان دے.
کله چې زۀ پخوانى وختونه رايادوم، نو زۀ ستا په کارونو سوچ کوم، کوم کارونه چې ستا لاسونو کړى دى په هغوئ فکر کوم.
ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ د کارونو نه بېپرواه دى او د هغۀ د لاسونو کړې کارونه نۀ وينى، هغه به هغوئ ښکته راګزار کړى، او هيڅکله به بيا آباد نۀ شى.
نو بيا ما خپل ځان سره ووئيل چې، ”زۀ څومره دردمند يم، چې د خُدائ تعالىٰ ښے لاس نور ما سره نۀ دے.“
هغوئ دا هېر کړل چې هغۀ څۀ کړى وُو، هغه عجيبه کارنامې کومې چې هغۀ ورته ښودلې وې.
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.
ستاسو په محفلونو کښې تاسو سره رباب، بينجو، تمبلونه، شپېلۍ او مے وى. دا خو ستاسو په خيال کښې هم نۀ راځى چې مالِک خُدائ څۀ کوى. او څۀ چې هغه کوى نو تاسو د هغې لحاظ نۀ کوئ.